د پکتیا جاني خېلو ولسوالي په درېیم ځل هم طالبانو ونیوله

(Last Updated On: اګست 10, 2017)

جانی خیل د پکتیا هغه ولسوالي ده، چې له دوه اوونیو په لږه موده کي دوه ځلې طالبانو ونیوله. همدا ولسوالي څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو ونیوله؛ خو دا دی د پنجشنبه پر شپه تر یوې لنډې جګړې وروسته بېرته د وسله والو تر ولکې لاندې راغله.

د پکتیا امنیه قومندان جنرال  توریالی  عبدیاني وایي، تېر ماښام ۷ بجې افغان ځواکونو د جانې خېلو ولسوالۍ له ښارګوټي یو کیلو متر تکتیکي پر شاتګ کړی دی.

نوموړی زیاتوي، دوه افغان سرتېري وژل شوې او درې نور ټپیان د ي؛ خو د ۱۵ وسلوالو د وژلو او  د ۲۰ نورو د ټپي کیدو ادعا هم کوي.

د پکتیا امنیه قوماندان عبدیاني څرګنده کړې، چې د ملکي مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره دا کار شوی او چمتوالی نیسي، چې د تازه دمو سرتېرو په رسیدو پر وسلوالو عملیات پیل کړي او جانې خېل له وسله والو بیا پاک کړي.

ویل کیږي، وسلوال له درندو وسلو کار اخلي.

څو ورځې وړاندې د پکتیا امنیتي چارواکو ویلي وه، چې د جانې خیلو په جګړه کې له وسلوالو سره پاکستاني پوځیان یو ځای شوي او د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګیږي.  

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …