Connect with us

تازه خبرونه

د ولایتي رایو بیا شمېرنه باید ودرول شي-داکتر عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ثبات او همپالنې ډلې مشر داکتر عبدالله عبدالله د یکشنبې پر ورځ(د لړم ۱۹) یوې راببل شوې ناستې ته په ډاګه کړه، چې زمونږ د رایو بیا شمېرنه باید ودرول شي؛ ځکه، چې په دې اړه له ښکېلو بنسټونو سره خبرې روانې دي او مونږ غواړو دا بهیر له درغلیو وژغورو.

د ولسمشریزو ټاکنو دې نوماند د لویې جرګې په خیمه کې د ولایتي رایو بیا شمېرنه(ناقانونه) ونوموله او ګواښ کوي، چې که دا بهیر ونه درول شي؛ نو په اړه به یې نور ګامونه پورته شي او دا به بشپړ سوله ییز وي.

د دغې ډلې رهبر عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ، چې دا ځل به هیڅ جوړجاړی ونکړي او د خلکو له پاکو رایو به دفاع کوي؛ ځکه له دې مخکې کمیسیون پرېکړه کړې وه، چې رایې د بایومتریک له مخې شمېرل کېږي؛ نو اوس له دغو رایو پرته نورې د منلو نه دي.

ښاغلي عبدالله په نننۍ ناسته کې څرګنده کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې لومړی د رایو د بیا شمېرنې په اړه  او هم د ۳۰۰ زره رایو د برخلیک په اړه خلکو ته ځواب ووایي.

نوموړي د خپلې ډلې له ناظرانو وغوښتل، چې د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې دې ګډون نه کوي.

د ښاغلي داکتر عبدالله عبدالله د څرګندونو له مخې؛ تقلبي رایې باید له سیستمه ویستل شي.

هغه خپلو پلویانو ته د خبرو پر مهال وویل؛ افغانستان له انتخاباتي بحران سره مخ کیدونکی دی، چې په وینا یې عامل به یې د اشرف غني په رهبرۍ دولت جوړوونکې ډله وي.

دولت جوړوونکې ډلې د عبدالله دغه څرګندونې د مسولیتونو څخه د هغه تېښته ګڼي او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه د عدالت غوښتنه کوي.

د دولت جوړوونکې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح د عبدالله عبدالله دغو څرکندونو ته په غبرګون کې ویلي؛ عبدالله عادت لري، چې د مسوولیتونو څخه اوږه خالي کړي. په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیو په ټاکلو کې یې مهم رول درلود.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست  د داکترعبدالله عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې نوماندان دې په تمه وي او که کمیسیون عدالت رامنځته نکړ بیا دې اعتراض وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړه او له ټاکنڅارو یې وغوښتل، چې په ټاکلي وخت د بیا شمېرنې بهیر وڅاري. په داسې حال کې، چې د کمیسیون له دې پرېکړې وروسته د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزو ډلو د رای شمېرنې بهیر تحریم کړ.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!