د کورنیو چارو وزارت د لوجستیک ریاست له فساد سره په مبارزه لږ پرمختګ کړی

(Last Updated On: August 27, 2019)

له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې د ګډې خپلواکې ادارې د راپور له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د لوجستیک ریاست له فساد سره په مبارزه لږ پرمختګ کړی دی.

شپږ میاشتي وړاندې له اداري فساد سره د مبارزي د ارزونې او څارنې ګډه او خپلواکه کمیته په خپل راپور کې د کورنیو چارووزارت د تدارکاتو، لوجستیک او د بشري سرچینو مدیریت د فساد پر وړاندې ځپل شوي اروزلي وه.

اوس له اداري فساد سره د مبارزي د څارني او ارزوني د ګډې خپلواکي کمیټي کمیشنر باري سلام  اوس څرګنده کړې، چې له وړاندیز شویو سپارښتونو څخه یوازې درې سپارښتنې په بشپړه توګه عملي شوې، ۲۸ سپارښتنې د پلي کیدو په حال کې دي او ۵ هغه یې په کورنیو چارو وزارت کې د بدلونونو له کبله عملي شوي ندې.

نوموړي زیاته کړې؛ د کورنیو چارو وزارت د لوجستیک برخې له وړاندیز شویو سپارښتنو څخه یوه هم نده پلي کړې.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا له فساد سره د مبارزي په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې د ګډې خپلواکې کمیتي له هڅو ملاتړ څرګند کړ او وایي، چې ډېر ژر به هېوادوال په دې اړه له غوره پایلو خبر شي.

له اداري فساد سره مبارزه د حکومت په وړاندې جدې ستونزه ده او ځینې وخت نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه هم خپلې مرستې پدې مشروطوي، چې له دغي پدیدي سره چټک مبارزه وشي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ادریس زمان په بهرنیو چارو وزارت کې پر( قومي چاڼ) تورن شو

(Last Updated On: November 11, 2019) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي، چې د …