عاجل خبرونه

د ولسي جرګې د ریاست له غوراوي نه تېریږم- رحماني

(Last Updated On: June 16, 2019)

د ولسي جرګې اعلام شوی رييس میر رحمان رحماني وايي، چې ملي ګټو او مصلحتونو ته په کتو یې تر اوسه څوکۍ نده خپله کړې.

که څه هم  د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې په لانجه واوښتې؛ خو میر رحمان رحماني، چې بریالی اعلان شوی پرته لدې، چې د جرګې په عمومي ناستو کې ګډون وکړي د جرګې په ریاست کې یې خپلو چارې روانې ساتلې دي.

د ولسي جرګې بریالی اعلان شوی رييس میر رحمان رحماني وايي، چې د مصلحتونو او ملي ګټو لپاره یې تر اوسه د جرګې د ریاست څوکۍ نده نیولې.  

دی ادعا کوي، چې د کورنیو دندو او اصولو له مخې یې د ریاست لپاره پنځوس جمع یوه رایه خپله کړې ده؛ خو ځينې قانون ماتوونکې کړۍ غواړي، چې د ولسي جرګې دا ستونزه همداسې روانه وي.

رحماني زیاته کړې؛ د ریاست لپاره په تر سره شويو ټاکنو کې هیڅ داسې قانوني ستونزه نه وه، چې په وینا يې لانجه راپورته کړي.

د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو پر سر را ولاړه شوې لانجه تر اوسه همداسې پیچلې پاتې ده او د جرګې غړي یې په حل کولو ندي بریالي شوي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …