عاجل خبرونه

د ولسمشر فرمانونه نور د چلند وړ نه دي- د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله

(Last Updated On: June 1, 2019)

د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله غواړي، چې ولسمشر غني واک پریږدي؛ په همدې خاطر یې یو لړ ناستې پاستې پیل کړي دي.

د محمد حنیف اتمر په ټاکنیزه ډله کې پخواني حکومتي چارواکي وایي، د ولسمشر غني هیڅ فرمان اعتبار نلري او په وینا یې حکومت دې دا فرمانونه نه مني.

د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله د سرپرستې ادارې د فعالیدو غوښتنه لري او وایي، د ولسمشر د کار دوام به ستر او نوی کړکیچ را ولاړ کړي.

ټاکل شوې له اختر وروسته ځینې ټاکنیزې ډلې له واکه د ولسمشر د ګوښه کیدو په موخه یو لړ اعتراضونه پیل کړي.

د دې ډلې غړي د غبرګولی له لومړۍ نېټې را په دیخوا د ولسمشر د کار د دوام مخالف دي.

د کاپیسا پخوانی والی محراب الدین ساپی وایي، نوی ټاکنې او ګومارنې قانوني ندي.

د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړی تمیم جرئت وایي، چې که حکومت مو غوښتنې ونه مني؛ د هر راز کړنو او بحران مسوولیت به د ولسمشر پر غاړه وي.                  

د دې ډلې غړي او ملاتړي سرپرسته اداره غواړي.؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا ډول مفکوره د نظام په وړاندې کودتا یاد کړې ده.

د پروان پخوانی والي محمد عاصم وایي: دغه حکومت ناقانونه دی او ځای دې سرپرست حکومت ته خوشې کړي.       

د حنیف اتمر په ګډون ځینې ټاکنیزې ډلې غواړي، چې له کوچني اختر وروسته د ولسمشر پر ضد اعتراضي حرکتونه پیل کړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی ظهیر سعادت وایي، چې که پر مرکزي لاریونونو ونشوه پر محیطي اعتراضونو به لاس پورې کړو او دا به د ملي وحدت حکومت د پای وخت وي.

 مخکې ارګ ویلي وه، چې د سترې محکمې  لخوا د اساسي قانون د ۶۱ مادې د تفسیر مطابق ولسمشر غني تر ټاکنو پورې په واک کې پاتې کیږي؛ خو سپیدار ماڼۍ،  چې له غني سره یې واک په برابر ډول وېشلی، د ټاکنیزو ډلو اندېښنې پر ځای بولي او وایي، ولسمشر د ټاکنو په درشل کې ځینې کسان بدل را بدل کړي او نوې ټاکنې یې کړې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په افغانستان کې د خوړو د مصونیت نشتوالی ننګونکی دی

(Last Updated On: October 17, 2019)د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د …