د ولسي جرګې ریاستي شخړې ته ۲۷ کسیز پلاوی وټاکل شو

(Last Updated On: May 20, 2019)

د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د را ولاړ شوي کړکېچ پر درېیمه ورځ اووه ویشت کسیز پلاوی و ټاکل شو، چې د باطلو رایو د برخلیک او د نصاب د څرنګوالي په اړه به کار وکړي.

د ولسي جرګې غړي وایي، د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پر سر د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني تر منځ د  را ولاړې شوې لانجې د حل پېنځلس کسیز کمیسیون د ستونزې پر حل ندی بریالی شوی؛ نو، ځکه پر درېیمه ورځ اووه ویشت کسیز پلاوي ته د ستونزې د اوارې دنده وسپارل شوه.

د ولسي جرګې امنیتي مامورینو، چې په غونډه کې د نظم د برابرولو هڅې یې کولې؛ د کمال ناصر اصولي د پلوي غړیو لخوا ژوبل شول.  

د ولسي جرګې پېنځه امنیتي کسان د شخړو له کبله ټپیان شوي، چې د ولسي جرګې د نورو غړیو غبرګونونه یې را پارولي دي.

دوی وایي، چې د جرګي د ریاست یرغمل کول نور د زغم وړ ندي.

د ولسي جرګې د ریاست له ټاکنو وروسته د را ولاړې شوې ستونزې د حل لپاره ګومارل شوی نوی پلاوی به د کړکېچ پر حل بریالی شي او که نه؟ دا به راروانې ورځې وښیي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د طالبانو لخوا رسنیو ته ګواښونو د ارګ او سفارت غبرګونونه راوپارول

(Last Updated On: June 25, 2019)په کابل کې د امریکا سفارت د سې شنبې پر …