د کندهار په تخته پل کې د کوکنارو ځاى د پستې باغونو او زعفرانو نيولى

(Last Updated On: March 31, 2019)

د تخته پل ولسوالۍ مسوولين وایي، چې د بديلو کښتونو د ترويج له برکته اوس په دې ولسوالۍ کې کوکنار نه کرل کیږي.

تخته پل ولسوالي د کندهارښارختیځ ته په ۳۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په کې د سویل په کچه ډېر نشه یې توکي تولیدیدل؛ خو تازه په دې ولسوالۍ کې مسوولين د نشه یې توکو د کښتونو له صفر کیدو خبر ورکوي.

د کندهار د تخته پل ولسوال شاولي خان ویلي؛ توانیدلی یم، چې کروندګر د کوکنارو د کښتونو پر ځای په دې ولسوالۍ کې د پستې باغونو جوړولو او د زعفرانو کښتونو ته وهڅوي، چې پدې توګه د کندهار په دې ولسوالۍ کې د تارياکو او بنګو بوټو کرکيله صفر ته راټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د نشه يې توکو د کښتونو له کمیدو سره په دې ولسوالۍ کې امنیت هم ښه شوی او له حکومت سره د خلګو همکاري مخ پر ډېریدو ده.

د تخته پل ولسوالۍ د بزګرانو د ټولني مشر عبدالواسيع وایي د عامه پوهاوي او د بديلو کښتونو د ترويج له کبله د کندهار په تخته پل کې اوس کرونده ګر کوکنار نه کري.

د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې چارواکې داسي مهال د نشه یې توکو د کښتونو له صفر کیدو خبره کوي، چې د دې ولایت په لويديځو ولسواليو کې د دولت له مخکنیو کمپاينونو سره سره په زرګونه هکتاره کوکنار کرل شوي دي.

خبریال: بريالي رحيمي

 

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …