د کندوز قلعه ذال او د کندوز- خان آباد ولسوالۍ د لویې لارې ۶ پوستې طالبانو ونیولې

(Last Updated On: مې 6, 2017)

5465465654

طالبانو پر قلعه ذال ولسوالۍ پراخ ډله ییز بریدونه وکړل او دغه ولسوالي د کندوز- خان آباد ولسوالۍ د لویې لارې له ۶ پوستو سره نیولې دي.

د کندوز ولایتي شورا غړی اسدالله سادات وایي، طالبانو په قلعه ذال ولسوالۍ کې ټول دولتي تاسیسات هم سوځولي دي.

د رپوټونو له مخې، طالبانو څلور پوستې د کندوز– تخار د لویې لارې په اوږدو کې کلابندې کړي او سرتېري د مهماتو له کمي سره مخ دي.

د کندز ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني خبرداری ورکوي، که دې حالت ته پام ونه شي؛ شونې ده ډېر سرتېري د طالبانو لخوا اسیر شي.

لسګونو ولسي پاڅون کوونکیو او د خان آباد او علي آباد ولسوالیو  اوسیدونکیو لار وتړله او وایي، چې خپلوان یې له دوه ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره کې دي او هیڅ پاملرنه ورته نه کیږي.

دوي وایي، تر هغې، چې  حکومت محاصره ماته نه کړي، دوی به دغه لار بنده وساتي.

د یادونې وړ ده، چې په دې اړه سیمه ییزو مسوولینو په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

خبریال: نصرت الله ابراهیمي

About Ariana News

Check Also

حکمتیار د لنډمهالي حکومت له جوړیدو او د ولسمشرۍ د ټاکنو له ځنډیدو سره مخالفت څرګند کړ

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لنډ مهاله …