عاجل خبرونه

د نورستان ۵ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

(Last Updated On: مارچ 8, 2018)

د نورستان قومي مشرانو او ولسي استازيو د ننګرهار د قبایلو په ریاست کې احتجاجي غونډه کړې او وايي، چې مخالفینو د ولسوالیو ترمنځ ټولې لارې تړلي او پېنځه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د نورستان سلګونه قومي مشرانو په یوه احتجاجیه غونډه کې ارګ ته خبرداری ورکړی، چې که ستونزو ته یې پاملرنه ونشي له دولت سره به پریکون اعلان کړي.

د نورستان قومي مشر حاجي عبدالصبور وايي، حکومت د نورستان خلک او ولایت په بشپړ دول له پامه غورزولي دی.

د برګمټال ولسوالۍ قومي مشر محمد ابراهیم ویلي، په نورستان کې ډېر ښوونځي بند اوروغتونه نلري.

د نورستان د ولایتي شورا ریيس انجینر سعیدالله نورستانی وايي، سلګونه ښوونکي په کورنو کې معاش اخلي او ښوونځي بند دي.

هغه زیاتوي، له یوې خوا د بیارغونې په برخه کې مرکزي حکومت نورستان ته پام نه کوي او بلخوا ورکړ شوې پروژې د والي له خوا حیف میل کېږي.

د نوموړي په وینا؛ دې حالت اړ کړي یو، چې له حکومت سره پریکون وکړو.

خلک وايي، په کامدېش او برګېمټال کې پاکستاني ځواکونه د مخالیفینو په همکارۍ د دیورند له کرښې دې غاړې ته راوښتي او خپلې هڅې یې راروانې ساتلې دي.

د نورستان والي د حلکو د اعتراض په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د نورستان قومي مشرانو دا هم په ډاګه کړې، چې ولسمشر او اجرائيه رييس د نورستان له خلکو سره د صحت، ښوونې، امنیت او بیارغونې په برخه کې ګڼې ژمنې کړي؛ خو یوه یې هم پلې شوې نه ده.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د ولسي جرګې ۴۰ سلنه نوماندانو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره تکل کړی

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2018) د ځوانانو د ټولنیزو او مدني بنسټونو د همغږۍ …