عاجل خبرونه

د نورستان پر برګمټال ولسوالی برید له ماتې سره مخ شو

(Last Updated On: September 11, 2017)

د دوشنبې پر سهار۱۵۰ وسلوالو د نورستان پر برګمټال ولسوالی برید پیل کړ؛ خو له ماتې سره مخ شول.

د نورستان والي  حافظ عبدالقیوم وایي، چې له یوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره جګړه روانه وه؛ خو نن سهار یې د پاکستانیو بادارانو په ملاتړ برید وکړ؛ خو له ماتې سره مخ شول.

د نوموړي په وینا ؛ په دې نښته کې د پاکستان متقاعدو افسرانو د طالبانو ملاتړ کاوه. 

ویل کیږي، چې جګړه مرګ و ژوبله هم لري؛ خو په اړه یی کره معلومات نشته.

د نورستان د ولایتي شورا پخوانی غړی مولوی عنایت الله وايي، جګړه د ولسوالۍ ودانې ته نږدې روانه ده او تراوسه د خلکو دوه کورونه سوځیدلي دي.

هغه دغه راز په ډاګه کړې، چې په دې جګړه کې د دوه ماشومانو په ګډون پېنځه کسه وژل شوي دي. محلي سرچینې وايي، د برګمټال ولسوالی مرستیال په دې جګړه کې ټپی شوی او ولسوال یی تر دې وړاندې په یوه برید کی ټپی شوی و.

نورستان یو سرحدي ولایت ړې ، چې ډېرې سیمې یې له امنیتي ګواښ سره مخ دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی مرګ ښکاره کړ

(Last Updated On: September 14, 2019)د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ښکاره کړې، چې د القاعده …