عاجل خبرونه

د نیمه خپلواکو قبایلي سیمو ادغام نه منل کیږي-قبایلي استازي

(Last Updated On: May 29, 2018 4:28 pm)

د دیورند کرښې د هغې غاړې میشت پښتانه وایي؛ د پاکستان له خیبر پښتونخوا سره د نیمه خپلواکو قبایلي سیمو تړل د قانون خلاف عمل دی، چې نه منل کیږي.

د پاکستان د پارلمان دې پرېکړې، چې قبایلي سیمې د پاکستان له پښتونخوا سره تړي، په کابل کې غبرګونونه را وپارول.

د قبایلو ځینو استازیو په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې له پاکستاني حکومت سره د نیمه خپلواکو قبایلو سیمو ادغام نه غواړي.

دوي وایي، په دې برخه کې دې د پاکستان هر اقدام له افغان حکومت سره په مشوره او د بریتانوي هند د هوکړه لیک پر بنسټ تر سره شي.

د آزادو قبایلو د شورا رییس زرجان شینواری وایي: دا د افغانستان سیمه ده؛ افغان وو او افغان یو. دا د افغانستان د خاورې یوه برخه ده.

د نوموړي په وینا؛ د ۱۹۲۱ کال د تړون له مخې دې سیمې ته د افغانستان او د هغه وخت د بریتانوي حکومت له هوکړې پرته پوځونه داخلیدی نشي.            

دوی ټینګار کوي، چې پاکستاني حکومت دې سیمو ته د ځواکونو د لیږلو له لارې دا سیمه ناامنه کړې او د قبایلو مشران یې برمته کړي دي.

د وزیرستان د خلکو استازی جهانګیر مسعود وایي: قبایل ټوټې ټوټې دي؛ پر دوی بمبارد وشو، د دوږی دوه لکه کورونه ویجاړ شول، له خپلو سیمو کډوال شوي او تروریزم پرې وتپل شو.       

د منګلو قوم استازی نیک محمد منګل وایي: له قبایلو سره طلم شوی؛ د پاکستان پوځ ظلم کوي، د پاکستان پوځیانو د خلکو اقتصاد زیانمن کړی، خلک یې بېوسه کړي او مونږ یې دا کړنې غندو.         

له دې مخکې هم افغان حکومت له دې طرحې سره مخالفت کړی و او د ملي امنیت شورا پلاوي پاکستان ته په خپل سفر کې پر دغې موضوع له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کړې وې.

 خبریاله: دیانا صمدي

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …