عاجل خبرونه

د مسکو په کوربتوب څلور اړخیزې ناستې پر اوربند ټینګار کړی

(Last Updated On: October 25, 2019)

د راپورونو له مخې، نن په مسکو کې د امریکا، چین، پاکستان او روسیې ترمنځ څلور اړخیزه ناسته ترسره شوه.

د دغې ناستې استازیو په مسکو کې د چین، روسیې، امریکا او پاکستان استازیو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.

د دغو هېوادونو د استازیو په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې، چې د مذاکراتو د پیل لپاره دې اوربند اعلان او د باور رامنځته کولو لپاره دې  له زغمه کارواخیستل شي.

دوی غوښتنه کړې، چې یو شمېر زندانیان دې آزاد او د تاوتریخوالي کچه دې راکمه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې ناسته کې ګډون کړی دی.

د ناتو سرمنشي د جمعې پر ورځ  د امریکا او طالبانو د خبرو له بیا پیل ملاتړ څرګند کړ او هغه له طالبانو یې هم غوښتي، چې د خبرو میز ته په بېرته را ګرځیدو دې نرمښت وښیي.

د مسکو دا مشورتي ناسته په داسې حال کې تر سره شوې، چې چین د افغانانو یوې خپلمنځي ناستې جوړیدو ته چمتووالی نیولی و؛ خو د دغه هېواد په کوربتوب دا ناسته نن تر نامعلوم وخته وځنډول شوه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د ناتو له مشرانو سره مشورې کوي

(Last Updated On: January 27, 2020)د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد …