تازه خبرونه
د مسکو دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو ګډ پرېکړلیک تصویب کړ
د مسکو دوه ورځنۍ ناستې ګډونوالو تېره ورځ( چارشنبه د سلواغې ۱۷) د سولې په اړه د افغانانو د خبرو په اړه ګډ پرېکړلیک تصویب کړ او دا ناسته د افغانانو د راتلونکیو ناستو لپاره یو ښه ګام وګڼل شو.
پرېکړه لیک ښیي، چې افغانان د فبرورۍ د ۵ او ۶ خپلمنځۍ ناستې ګډونوال ول او دغه ناسته تر دې دمه د افغانانو تر منځ یوه ستره ناسته ګڼل کیږي. دوی دغه ناسته نه یوازې منلې، بلکې له اهمیته ډکه یې هم بولي.
د پرېکړه لیک له مخې؛ مونږ په ګران هېواد افغانستان کې تلپاتې سراسري سولې ته د رسیدو، هېواد ته د بشپړ ملي اسلامي حاکمیت د اعادې، له هېواده د بهرنیو قواوو د پوره وتلو، د ملي او دفاعي بنسټونو او مرکزي حکومت خوندي کول، د ملي وحدت د ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو خلکو عادلانه برخه اخیستنې ته د زمېنې برابرولو، د اجتماعي عدالت تامین، اسلامی اساساتو او د هېواد غوره ملي ارزښتونو ته درناوي، په هېواد کې د تېرو څو لسیزو ترخو تجربو د تکرار مخنیوی او همدارنګه د ټولو افغان خواوو تر منځ د متقابل درک، درناوي، د یو او بل پر منلو ګډ توافق شوی دی.
دغه پرېکړه لیک ۹ مادې لري، چې غوره یې د جګړې پای، په ټول هېواد کې د سولې منځته راتلل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانانو تر منځ په دې ناسته کې د رامنځته شویو نظریاتو د ودې او پرمنختګ په اړه منظمې ناستې تر سره کول.
په قطر کې د طالبانو رسمي سیاسي دفتر رامنځته کول او د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه لیرې کول هم د ټینګار وړ یاد شوي دي. نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکول، چې هیڅ راز ګواښ به ورته نه پېښیږي، د اسلامي ارزښتونو له مخې د ښځو د تعلیمي، سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو حقونو رعایت، د قطر له خبرو ملاتړ او د اسلامي اصولو د ټینګار له مخې د افغانستان د خلکو سیاسي او اساسي حقونو او د بیان آزادۍ ته درناوی د دغه پرېکړه لیک نورې غوره برخې دي.
د سولې، ودې او پرمختګ د رامنځته کولو لپاره ملي او نړیوال تعهدات منل او د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي ودې لپاره نړیوالو مرستو لپاره هڅې کول هم د ټینګار وړ ګڼل شوي دي.
په پرېکړه لیک کې د ناستې ټولو خواوو منلې، چې د ډاډمنې فضا د رامنځته کولو لپاره باید د ډېر عمر لرونکي او ناروغه بندیان خوشې شي او دغه راز د هغو بندیانو، چې د بند موده یې پوره شوې او یا لږ پاتې ده باید خوشې شي.
د مسکو په ناسته کې د کابل پلاوي غړی محمد عمر زاخېلوال وایي، راتلونکې ناسته به ډېر ژر د قطر په دوحه کې تر سره شي او په کې به پر پورتنیو هوکړو خبرې وشي.
ویل کیږي، چې دغه ناسته بریالۍ نشوه، چې طالبان اوربند ته اړ کړي.
د مسکو د ناستې طالب استازی عباس ستانکزی وایي، چې ناسته بریالۍ وه او پر ډېرو اړینو برخو هوکړه وشوه. هیله من یو، چې په راتلونکې کې نورې هوکړې هم وشي او په پای کې یوې تلپاتې سولې ته ورسیږو.
د ملي امنیت پخوانی مشاور محمد حنیف اتمر ویلي؛ مونږ ټول ژمن یو، چې بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي؛ خو په دې هم همغږي لرو، چې په افغانستان کې باید یو بهرنی جنګیالی هم نه وي.
که څه هم له طالبانو سره د سولې تړون له لاسلیک وروسته د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې موجودې دي؛ خو طالبانو په دې ناسته کې ویلي، چې له ولسمشرۍ پرته ښځې کولی شي تر وزارت او صدارت پورې کار وکړي.
د مسکو په ناسته کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ویلي، چې د ښځو پر مسله او حکومتداري او په کې د ښځو پر ونډه خبرې وشوې؛ خو په پرېکړه لیک کې ورته اشاره نده شوې. که هغوي د بشر حقونو مسالې ته درناوی وکړي، مونږ نیوکه نه لرو.
د مسکو ناسته د حکومت لخوا تحریم شوې او ولسمشر غني ویلي، چې د مسکو ناستې پرېکړې اجرائیه جنبه نلري.
د ولسمشر د دفتر ویاند هارون چخانسوري د دغې ناستې په اړه د حکومت دریځ دا ډول بیانوي؛ له طالبانو سره د افغان سیاسیونو ناسته، چې په مسکو کې ترسره شوې؛ د سولې خبرې نه، بلکې د سولې په اړه یو سیاسي او علمي بحث و. دغه اعلامیه، چې د دغو خبرو په پای کې خپره شوې؛ د دغې ناستې د دوه ورځنیو خبرو لنډیز دی، چې د سولې په بهیر کې عملي او اجرائیوي پایله نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالی شورا که څه هم په دې ناسته کې برخه نه درلوده؛ خو ډاډه ده، چې دغه راز ناستې ناستې له حکومت سره د سولې خبرو ته زمینه برابرولی شي. خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ