عاجل خبرونه

د پامیر قرغزیانو ته۴۵۰ کیلو متره پوخ او اساسي سړک جوړیږي

(Last Updated On: January 20, 2019)

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل لپاره به د پامیر قرغزیانو لپاره پوخ سړک جوړ او ورسره به کاري آسانتیاوې هم رامنځته شي.

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره به د بدخشان پامیر سیمې هغو اوسیدونکیو ته پوخ او اساسي سړک جوړ شي، چې تر اوسه يي د موترو آسانتیاوې نه درلودې.

دغه راز څرګنده شوې؛ دغه سړک به ۴۵۰ کیلومتره اوږدوالی ولري؛ مالي لګښت يي هم ۴۵۰ میلیون دالره دي، چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کیږي.

دوی وايي، په دغه پروژه کې به په زرګونه هېوادوا لو ته تر یو کال پورې د کار زمینه هم برابره شي.

د کلیو پراختیا وزارت د ویاند مرستیال رفیق جنبش زیاتوي؛ د دغې پروژې چارې به په یو کال کې بشيړې شي او نږدې۴۵۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي او هم د دې پروژې مالي لګښت د نړیوال بانک له خوا ورکول کیږي، چې له پلي کیدو سره به يې د خلکو په ژوند کې مثبت اقتصادي بدلون رامنځته شي.

د هېواد خصوصي سکتورهم وايي، چې دا پروژه به له یوې خوا د خلکو پر ورځني ژوند مثبت اغېز وکړي او هغوی به له ښارونو او نوې تکنالوژۍ سره وتړل شي او له بلې خوا به دې سیمې ته د زیاتو سیلانیانو د ورتګ شرایط برابر شي.

د افغانستان او آلمان د ګډې سوداګرۍ شورا رییس جلال الدین سعید وایي، چې د پامیریانو لپاره د سړک جوړیدل خورا اړین دي او دا به له اقتصاډي پلوه د خلکو پر ژوند هم مثبت اغېز ولري او د نړۍ ډېر سیلانیان به هم دې سیمې ته راشي، چې لوړې اقتصادي اغېزې به رامنځته کړي.

د کلیو پراختیا وزارت دا هم ويلي، چې د پامیر د قرغز سیمې لپاره د سړک جوړولو لړۍ به پوره چټکه او روانه وساتل شي.

د یادونې ده، چې د هېواد د پامیرد قرغزسیمې اوسیدونکي اوس هم د موترله سهولتونو بې برخې دي او خپل ټول لیږد رالیږد پر څارویو تر سره کوي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بیات پاور د حرارتي برښنا لومړی پړاو د بشپړیدو په حال کې دی

(Last Updated On: June 16, 2019)له طبیعي ګاز څخه د حرارتي برښنا د پروژې لومړۍ …