تازه خبرونه
د ټاکنو کمیسیون په جوړښت کې د بدلون نوې طرحه چمتو شوې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ د ټاکنو کمیسیون جوړښت ته داسې یوه طرحه چمتو شوې، چې له پلي کیدو وروسته به د لوړپوړیو کارکوونکیو تر کچې بدلون راشي او ان په مرکز او ولایتونو کې به د کمیسیون رییسان بدل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مدیریت تر کره کتنې لاندې دی؛ کمیسیون د دې لپاره، چې دغه پیټی یې له اوږې لږ څه کم کړی وي، پر یوې نوې طرحې کار کوي، چې له مخې به یې په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د رییسانو په کچه بدلون راشي او په دې کې ان د کمیسیون د ولایتي او مرکزي رییسانو بدلون هم راځي.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په مدیریت کې نویوالی د سمونونو او بدلونونو لپاره دی، چې لومړني کارونه یې بشپړ شوي؛ خو د دې طرحې له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په رهبرۍ کې بدلون نه راځي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي؛ ټاکل شوې، چې دا طرحه بله اوونۍ وروستۍ شي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون په رهبرۍ کې بدلون په دې طرحه کې نه راځي.
لدې مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي منلې وه، چې د کمیسیون په مشرتابه کې د بدلون احتمال شته.
د کمیسیون په مشرتابه کې بدلون د سیاسي ګوندونو لپاره سره کرښه ده؛ ځکه، چې د ګوندونو په باور د کمیسیون د اوسنیو مشرانو په شتون کې د ولسمشرۍ ټاکنې کړکیچ را ولاړولی شي.
د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق خبرداری ورکوي او وایي؛ ګوندونه به یوازې هغه مهال ولسمشریزو ټاکنو ته ودریږي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مشرتابه کې سمونونه او بدلونونه راشي.
د نوموړي په وینا؛ که داسې ونشي او د ټاکنو کمیسیون رهبري پخپل حال پاتې شي، یادې ټاکنې به له نویو ننګونې سره مخ شي.
د ټاکنو څارونکي باور نلري، چې د کمیسیون په مشرتابه کې دې بدلون راشي؛ ځکه د دوی په باور د کمیسیون کمیشنران هڅه کوي، چې د کمیسیون په مشرتابه کې د بدلون لپاره د هڅو ګراف را تیټ او داسې یو حالت را جوړ کړي، چې پرته له ټاکنو بل غوراوی پاتې نشي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید وایي؛ یو شمېر ډلبندیو اوسنۍ رهبرۍ ته مشوره ورکړې، چې ژر تر ژره د ولسمشریزو ټاکنو نوملیکنه بشپړه او ولسمشر د بدلون په رامنځته کولو کې وننګوي.
دغه راز د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړي، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ علت یې د امریکا فشارونه ښودلي دي.
د امریکا سفارت څرګنده کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشریزې ټاکنې د ولسي جرګې د تخنیکي او اداري ستونزو د حل لپاره ځنډولي دي.
که څه هم ګوندونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مشرتابه کې پر بدلون ټینګار کوي؛ خو تر اوسه یې د دې غوښتنې د عملي کولو لپاره ان ځانونه هم ندي خوزولي. همدا د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوسني مشران لګیا دي د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتووالی نیسي. په داسې حال کې، چې دوی ندي توانیدلي د ولسي جرګې ټاکنې پای ته ورسوي. دا ټاکنې د تلې پر اته ویشتمه او نهه ویشتمه او له دې نېټې یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې تر سره شوې او په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې پاتې دي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ