عاجل خبرونه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر ودراوه

(Last Updated On: December 11, 2018)

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون وایي، تر هغې، چې د ولسي جرګې د کابل ټاکنیزې حوزې ټول اړوند اسناد ورونسپارل شي، د کابل رایو د بیا شمېرنې اجازه به ورنکړ شي.

د کابل رایو بیا شمېرنه اتیا سلنه پر مخ تللې وه؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون دا بهیر ودراوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه پلاوي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مقر کې د کمیسیون غړیو ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو اړتیا وړسندونو د سپارلو بهیر به ژر بشپړ کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي وایي: تر هغې پورې، چې د کابل ټاکنیزې حوزې ټول اړوند اسناد ورنکړ شي؛ د کابل رایو د بیا شمېرنې اجازه نه ورکول کیږي.  

 د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون منشي علیرضا روحاني وایي، د دې لپاره، چې د کابل رایو په بیا شمېرنه کې بیا کتنه او روڼتیا راشي؛ په دې اړه تخنیکي بحث روان دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهيمي وایي، ټول اسناد د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته سپارل شوي او په دې اړه نورې همکازۍ ته هم چمتو یو.

د ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ په چارو کې نه همغږي نوې خبره نده.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده په دې باور دي، چې که د کابل رایو بیا شمېرنه ودریږي؛ خلک به د دې بهیر په وړاندې نور هم شکمن شي.

د څار بنسټونه له ټاکنیزو کمییسونونو غواړي، چې د ټاکنو د اعلام لپاره ډېرې هڅې وکړي او له روانو ننګونو راروانې ولسمشریزې ټاکنې وژغوري.

About Ariana News

Check Also

د تېر کال پر پرتله اته سلنه صادرات ډېر شوي- چارواکي

(Last Updated On: May 21, 2019)د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال پر …