د نجونو وحدت لیسې لوبغالی د بیات بنیاد لخوا بیا ورغول شو

(Last Updated On: اکتوبر 11, 2018)

بیات بنیاد لوی مشر زدکوونکي هڅوي، چې د ستونزو په ګاللو د علم او پوهې زدکړه وکړي.

د نجونو وحدت لیسه له کنډوالې کمه نه وه، زد کوونکیو او ښوونکیو یې د بیا رغاونې غوښتنه درلوده. دې غوښتنې ته د لاسرسي لپاره بیات بنیاد د دې لیسې لوبغالی ورغاوه.

د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات وایي، د نجونو وحدت لیسې د لوبغالي له بیا رغونې سره د زدکوونکیو په روغتیا کې د پام وړ پرمختګ رامځته کیږي.

د وحدت عالي لیسې مدیره پاریسه خزان د بیات بنیاد له مرستو هرکلی کوي او وایي، چې بیات بیناد تل له پوهنیز نظام سره مرسته کړې او ښوونځي یې رغولي دي.

د کابل ښار پوهنې رییس ضمیر ګوارا وایي، بیات بنیاد تل د هېواد د پوهنې له نظام سره وړیا مرستې کړې دي.

زدکوونکې یاسمین له بیات بنیاد مننه کوي او وایي، اوس مونږ د یوه معیاري لوبغالي لرونکي یو.

د یادونې ده، چې د نجونو وحدت لیسې د بیات بنیاد لوی مشر ته د هغه د غوره خدمتونو له کبله ستاینلیک ورکړ.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان د ستندرد ملي ادارې فعالیتونه د منلو وړ ندي- سروردانش

(Last Updated On: اکتوبر 23, 2018) د ولسمشر دوه یم مرستیال څرګنده کړې، چې د …