د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو امنیتي طرحه امنیتي بنسټونو ته لیږي

(Last Updated On: June 29, 2017 6:49 pm)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون راتلونکې اوونۍ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو امنیتي طرحه امنیتي بنسټونو ته لیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ د راتلونکي کال د چنګاښ۱۶ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کیدو ورځ اعلان کړې او وایي؛ د  ټاکنو خپلواک کمیسیون، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تر منځ امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کیږي، چې په کې کاندیدان هم د امنیت د تامین لپاره یو لړ مکلفیتونه لري.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه بې باوره دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي؛ تر اوسه د ټاکنو بودجه کمیسیون ته نه ده ورکړ شوې او د امنیتي پلان پر ابهام سربېره په فني برخه کې یې هم پڅ کار به د دې سبب شي، چې ټاکنې پخپل وخت تر سره نه شي.

حقوق پوه عبدالوحید فرزه یی په ډاګه کړې؛ زړه ته یې نه لویږي، چې ټاکنې دې پر ټاکلې نېټې وشي.

د نوموړي په وینا؛ د قانون له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید د څلورنویم کال د چنګاښ په میاشت کې شوې وای، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

د دري نویم کال جنجالي ولسمشریزې ټاکنې د دغو ټاکنو د ځنډ یو مهم علت بلل کیږي.

About Ariana News

Check Also

په کابل کې ملي امنیت د ۲۶ داعشیانو له نیولو خبر کړو

(Last Updated On: September 18, 2018 5:43 pm) د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه …