عاجل خبرونه

د کسپین بحیرې د تېلو او گازو د پراخو زیرمو پر وېش هوکړه وشوه

(Last Updated On: اګست 13, 2018)

په قزاقستان کې د ایران او د پخواني شوروي اتحاد د څلورو جمهوریتونو ترمنځ د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د کسپین بحیرې د تېلو او گازو د پراخو زیرمو پر وېش هوکړه وشوه.

د کسپین سمندرګی، چې د تېلو او ګازو پراخې زیرمې لري د پخواني شوروي اتحاد له سقوط راپدیخوا لانجمن پاته دی او د ایران او مسکو ترمنځ هم پخوانۍ هوکړې له کاره غورزیدلې او بل د دې سمندرګي د اوبو د کاسې د حدودو ټاکل دي، چې ډېر ځله ترې لانجې راپورته شوې دي.

 د ایران د ولسمشر حسن روحاني په وینا؛ اوس د اړوند هېوادونو ترمنځ د زیاتو هوکړو د رامنځته کیدو غوښتنه راپورته کوي.

د تېرو درې لسیزو راپریخوا پېنځه هېوادونو روسیې، آذربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د کسپین سمندرګي د اوبو د وېش په اړه وړاندیزونه کړي دي؛ ځکه روسیه، آذربایجان، ایران، قزاقستان او ترکمنستان د کسپین سمندرگي په شاوخوا کې پراته هېوادونه دي. په داسې حال کې، چې روسیه، آذربایجان، قزاقستان او ترکمنستان څلور واړه د شوروي اتحاد غړي هېوادونه ول او ایران یوازنی هېواد و، چې له هغې سره یې گډه پوله درلوده.

اوس یو شمېر دغو هېوادونو په خپلو سواحلو کې سترې پروژې پیل کړي لکه: د قزاقستان د کاشاګان د تېلو پروژه، چې د دې سمندرګي د قانوني حیثیت په اړه یې مخالفتونه رامنځته کړي او د یو شمېر نوښتونو مخه یې ډب کړې ده.

یوه له دغو پروژو څخه هغه نللیکه ده، چې له کسپینه تېریږي او د ترکمنستان ګاز آذربایجان او بیا اروپا ته رسوي او اجازه ورکوي، چې په غربي بازار کې له روسیې سره سیالي وکړي. د یادونې ده، چې د کسپین حقوقي حیثیت؛ د تېلو او ګازو د یو شمېر ساحو د ملکیت پر سر جنجال رامنځته کړی او کارونه یې ځنډولي دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …