عاجل خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ان د رای ورکوونکیو نوملړ چمتو کړی نه دی

(Last Updated On: جولای 28, 2018)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د رای ورکوونکیو نوملړ چمتو کړی نه دی.

که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته نږدې درې میاشتې پاتې دي؛ خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون کړنې د قناعت وړ ندي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر کړنو د نیوکې تر څنګ وایي، معلوماتي مرکز یا دیتاسنتر نه شي کولی په ټاکنیز بهیر کې د درغلیو مخه ونیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه معلوماتي مرکز ډېر ورو کارکوي او چارو یې دا کمیسیون له ننګونوسره مخ کړی او هغه د دواړو پړاوونو د نوملیکنې د درغلیو پېژندنه تر سره کولی هم نشي.

دغه بنسټ همدا راز وایي، تر اوسه د رایو ورکولو ورځې او ټاکنیزو کمپاینونو لپاره امنیتي پلان هم نلري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش یې په ځواب کې داسې وایي: د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره امنیتي پلان جوړ شوی او څه پړاوونه، چې ترسره شوي د همدې امنیتي پلان برکت دی.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وایي، دیتا سنتر یا د معلوماتو خوندي کولو مرکز کولی شي په ستیکرونو کې د درغلیو مخه ونیسي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي وایي، چې زمونږ دیتا یا معلومات داسې خوندي شوي، چې په ستیکرونو کې درغلي پیداکولی شي؛ خو په تذکرو کې درغلي موندل زمونږ کار ندی.             

 د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې په اته ویشتمه تر سره کیدونکي دي؛ خو امنیتي ستونزې او د غزني بې برخلیک وضعیت لویې ستونزې یادیږي.

خبریاله: دیانا صمدي

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …