عاجل خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس وټاکل شو

(Last Updated On: جولای 19, 2018)

له هغې وروسته، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون حکومت ته د دارالانشا د غړیو نوملړ وسپاره؛ حکومت احمد شاه زمانزی د دارالانشا د رییس په توګه ترې غوره کړ.  

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي زمانزی د ولسمشر اشرف غني د فرمان پربنسټ د ټاکنو کمیسیون له اړوند نوملړه غوره او ټاکنه یې منظور شوې ده.   

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس د دغه کمیسیون د غړیو لخوا حکومت ته وړاندې او د ولسمشر له منظورۍ وروسته ټاکل کیږي.

له دې مخکې دغه دنده امام محمد وریماچ ته سپارل شوې وه، چې د ناسم مدیریت او فساد پر لامل ولسمشر له دغې دندې ګوښه کړ.

سیاسي شنونکیو په ډاګه کړې، چې نوی ټاکل شوی د دارالانشاه رییس باید د دغه مقام له تېرو مشرانو عبرت واخلي او دنده په بشپړ واک او ځواک ترسره کړي.

About Ariana News

Check Also

سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی- پنتاګون

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څېړنو کې …