تازه خبرونه
د ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر به د شنبې پر ورځ پیل شي
ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر دوه ورځې وروسته(د غبرګولي ۵) پیلیږي.
د شنبې پر ورځ د هغو کسانو د نوملیکنې لړۍ پیلیږي، چې غواړي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، دغه لړۍ به په پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې پیل شي او هر څوک، چې د نوماندۍ پر شرایطو برابر وي، کولی شي ځانونه نوماند کړي.
د ولسي جرګې کاندیدان باید پېنځه ویشت کلنۍ ته رسیدلې وي، برحاله دنده ونلري، د ملاتړ په توګه زر پېژندپاڼې ورسره وي او د لوړو زدکړو لرل ورته شرط ندی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وایي: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وروستي نوملړ له اعلان مخکې به د احتمالي او رسمي نوماندانو نومونه ونښودل شي.
څارونکي بنسټونه اندېښمن دي، چې په ځینو ولایتونو کې د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې لړۍ ډېره ټېټه ده؛ خو په تناسب یې د ټاکنو د احتمالي کاندیدانو شمېر ډېر دی، چې دا د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار رییس یوسف رشید وایي: مونږ داسې ولایتونه هم لرو، چې تر دې دمه په کې لس زره کسانو نوملیکنه نده کړې؛ خو ۴۰ یا ۵۰ احتمالي نوماندان لري. دوی ۴۰۰۰۰ زره تذکرو ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې هلته لس زره کسانو نوملیکنه نده کړې.
لا تر اوسه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر نه دی پیل شوی؛ خو احتمالي نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي دي، د عکسونو او شعارونو تر څنګ په ټولنیزو شبکو کې خپل پلانونه هم وړاندې کوي.
په ټاکنو قانون کې دا درغلي ګڼل کیږي او کیدی شي ځینې دغه کسان د نوماندانو له نوملړه ووځي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له راجستر کیدو وروسته اصول او تګلاره د پاملرنې وړ ده؛ خو که له تګلارې سرغړونه رامنځته کیږي بیا؛ نو نوماندان باید له قانوني چلند سره مخ شي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د غبرګولي له ۵ پیل کیږي او تر ۲۲ دوام کوي.
هغه څوک به ښه چانس ولري، چې د ټاکنو کمیسیون له فلتر تېر شي او نوم یې د نوماندانو وروستي نوملړ ته لار پیدا کړي.
ویل کیږي، چې په ولسي جرګه کې؛ کابل ۳۳ ، هرات ۱۷، ننگرهار ۱۴، بلخ ۱۱ ، کندهار ۱۱ ، غزني ۱۱، بدخشان ۹، کندوز ۹ ، فاریاب ۹، تخار ۹ ، هلمند ۸، بغلان ۸ ، غور ۶، پروان ۶ ، پکتیا ۵ ، جوزجان ۵، خوست ۵ ، سرپل ۵ ، فراه ۵، وردگ ۵، بادغېس ۴ ، بامیان۴ ، پکتیکا ۴ ، دایکندي ۴ ، سمنگان۴، کاپیسا ۴ ، کونړ۴ لغمان ۴ ، لوگر ۴ ، روزگان ۳ ، زابل ۳ ، پنجشېر ۲ ، نورستان ۲ ، نیمروز ۲ ، کوچيان ۱۰ ، هندوان ۱ ، چې ټول ۲۴۹ استازي کیږي له ۳۴ ولایتونو څخه دغې جرګې ته لار موندلی شي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو