عاجل خبرونه

د وسلوالو تر کنترول لاندې سیمو بیا نیول ډېر لګښت او تلفات غواړي

(Last Updated On: May 19, 2018)

طالبانو د افغانستان څو سیمې نیولې دي، چې له یوې خوا یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډېر تلفات واړول او بل خوا یې ځینې پوځي تجهیزات او وسلې تر لاسه کړې. د دې تر څنګ د دې سیمو بېرته نیول ډېر لګښت غواړي او حکومت، چې کومه سیمه له طالبان پاکوي ډېر لګښت پرې کوي او دغه راز د ځمکې او هوا له لارې پرې ډېر تجهیزات هم کاروي.

ځینې پخواني پوځي  ماهرین او سیمه ییز چارواکي نیوکه کوي، چې دولت د سیمو د ساتنې لپاره تدابیر نه لري؛ خو له سقوط وروسته پرې لوړ لګښتونه کوي او ډېر پوځي تجهیزات کاروي.

پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل وایي: مخکې له دې، چې کومه سیمه سقوط وکړي، امنیتي بنسټونه باید د وسلوالو مخالفانو په وړاندې مخکې له مخکې پروګرامونه جوړ کړي.           

سیمه ییز چارواکو هم ویلي؛ د یوې سیمې له سقوط مخکې دوی په ځلونو مرستې غوښتي، لکه تاله و برفک ته، خو حکومت چوپ دی.

د بغلان د ولایتي شورا غړی محمد صفدر محسني وایي:  له سقوط مخکې مسوولو بنسټونو ته خبر ورکول کیږي؛ خو څوک ورته پاملرنه نه کوي.               

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست مني؛ اوسنۍ جګړه ډېر لګښت لري او هر وخت، چې اړتیا وه د ګواښونو د لیرې کولو لپاره به لګښت کوي.

د جګړې لکښت نړیواله ټولنه ورکوي او د هغو سیمو د بېرته نیونې لګښت هم نړیواله ټولنه ورکوي، چې د طالبانو په ولکه کې دي.

ملي دفاع وزارت ویلي؛ د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره د هرې بیې ورکړې ته تیار دی، چې طالبانو او مخالفینو سره دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي: مونږ د هر ګواښ په وړاندې دریږو او هر لګښت ته، چې اړتیا وي؛ د خلکو د چوپړ لپاره یې د سر په بیه پرې کوو.

طالبانو د بغلان د تاله و برفک، د فاریاب د بلچراغ، د بدخشان د کوهستان او د فراه د ښار ځینې سیمې ونیولې، چې د دې سیمو یوه برخه بېرته دولتي ځواکونو ونیولې؛ خو ویل کیږي، چې طالبانو ډېر تجهیزات او وسلې له ځان سره یوړې او امنیتي ځواکونه هم له تلفاتو او زیانونو سره مخ شوي دي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …