عاجل خبرونه

د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی- منیره یوسفزاده

(Last Updated On: فبروري 18, 2018)

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د والیانو لیرې کول او ټاکل د ولسمشر واک دی او د سمنګان لپاره ټاکل شوی نوی والي به ډېر ژر کار پیل کړي.

د سمنګان لیرې شوي والي عبدالکریم خدام ویلي، چې د جمعیت ګوند، د دغه ولایت د خلکو او ترک توکمو تر پرېکړې به د سمنګانو والي وي.

د سمنګان پخوانی والي عبدالکریم خدام له عطا محمد نور وروسته دوه یم لیرې شوی والي دي، چې د ولسمشر غني حکم یې وننګاوه.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسفزاده د والي لیرې کول او پر دنده ګومارل د ولسمشر واک بولي او وایي، د دې ولایت نوی والي به ژر کار پیل کړي.

د حراست او ثبات شورا غړی عمر داوود زی وايي؛ د قانون له مخې ولسمشر واک لري، چې حکومتي مامورین له دندو ګوښه کړي او یا یې بل ځای پر دنده وګوماري.

د حراست او ثبات شورا د رهبرۍ غړی عمر داوود زی وایي، ولسمشر غني د قانون له مخې د وزیرانو، والیانو او حکومتي کارمندانو د ټاکلو او لیرې کولو صلاحیت لري.

د حکومت ځينې منتقدین بیا په ولسمشر نیوکه کوي، چې د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور سره یې معامله وکړه؛ نو، ځکه اوس نور والیان هم د هغه حکم ته سر نه ټیټوي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار احمد الله علیزی وایي، ولسمشر باید دا تېروتنه نه وای کړې، چې له یوه والي سره د جوړ جاړي له لارې حکومت  وکړي.

ولسمشر غني په داسې حال کې، چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور موضوع ترې پاتې ده؛ د شپږ ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل او یا یې نورو ولایتونو ته تبدیل کړل، چې یو په کې عبدالکریم خدام دی ؛ خو دا یې پرېکړه نه مني.

خبریال: مصطفی محب

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …