د ټاکنو غوراوي جرګه ګۍ دې د ټاکنو د پاتې کمیشنرانو نوملړ چمتو کړي- ولسمشر

(Last Updated On: December 30, 2017 6:53 pm)

 

 افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل یو تازه فرمان کې سپارښتنه کړې، چې د غوراوي کمیته دې د ټاکنو کمیسیون د پاتې نوماندانو لړلیک چمتو او اړوند مقام ته ولیږي.

د ولسمشرۍ د حکم له مخې؛ ټولو هغو کسانو، چې اړوند شرایط بشپړ کړي وي؛ کولی شي په مرمرین ماڼۍ کې خپل اسناد د غوراوي جرګه ګۍ ته وسپاري.

د غوراوي جرګه ګۍ به د اسنادو له بشپړې کتنې وروسته یو څو کسه نوماندان د اړوند کمیسیون د پاتې کمشنرانو د ټاکنې لپاره ولسمشرۍ ته لیږي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي، ناامني، د بودجې کموالی، برښنایي تذکرې، سیاسي کړکیچونه او د کمیشنرانو کموالی د ټاکنو په وړاندې لویه ستونزه ده.

اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم هم له کمیسیون سره همکاریو ته تیاری لري او وایي، حکومت د مرستې وعده کړې وه او منږ له دې طرحې ملاتړ کوو.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید پر ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر تر سره کولو شک لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې تر سره شي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …