د ټاکنو فني برخه هم له په ټپه ولاړ حالت سره مخ شوې

(Last Updated On: October 28, 2017)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه په ډاګه کوي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو برخلیک مبهم دی او معلومه نه ده، چې د ټاکنو بهیر به په څه ډول تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ رییس جانداد سپین غر وایي، که څه هم د راتلونکي کال د چنګاښ په شپاړسمه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پلان شوي؛ خو اوس هم نه ده معلومه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په څه ډول ټاکنې کوي؛ آیا له پخوانیو کارتونو کار اخلي که نوي وېشي او یا د رایو اچولو لپاره نورې نوې لارې ګوري.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم اصغري وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخکې ویلي وه، چې راتلونکې ټاکنې به له نوې تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنه تر سره شي؛ خو ویل کیږي، چې  کمیسیون تر اوسه د دې کار د تر سره کولو لپاره اړین توکي نه دي تر لاسه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه په دې اړه، چې د ټاکنو لپاره کوم میتود کاروي؛ څه نه دي ویلي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون رییس سید اکرام افضلي وایي، د ټاکنو کمیسیون باید له ځواب ورکولو ډډه ونکړي او د رسنیو لارې خلک وپوهوي.           

د ټاکنو څارونکي بنسټونه نیوکه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه حتا د رایه ورکوونکیو  نوملړ نه دی ترتیب کړی او د ټاکنو فني برخه د سیاسي معادلو تر سيوري لاندې ده.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

په کابل ښار کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون له دوه کسانو ژوند واخیست

(Last Updated On: May 24, 2019) امنیتي چارواکي وایي، چې د روژې پر نولسمه ورځ …