د پاکستان کرکت ملي لوبډله کابل ته راځي

(Last Updated On: مې 28, 2017)

د پاکستان او افغانستان ملي لوبډلو ترمنځ به ډېر ژر دوه شل اوریزې لوبې په کابل او لاهور کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې د دغو سیالیو موخه د پاکستان او افغانستان خرابې اړیکو د بېرته رغولو یوه هڅه بلل شوې ده.

د افغانستان او پاکستان کرکت بورډ مشرانو په ډاګه کړې، چې دغه شل اوریزې لوبې به دوستانه وي او په نړیوالو سیالیو کې نه شمېرل کېږي.

د پاکستان کرکت بورد مشر شهریار خان په وینا لومړی به د پاکستان ملي لوبډله افغانستان ته ځي او د دوه یمې لوبې لپاره به افغان ملي لوبډله لاهور ته سفر کوي.

د افغانستان کرکت بورد مشر عاطف مشعل وایي، لوبې باید له سیاسته اغېزمنې نه شي.

تر دې دمه د دغو سیالیو نېټه نه ده ټاکل شوې؛ خو کیدی شي د جولايي یا اگست میاشتو کې ترسره شي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …