د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)

په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ پیل شوې، چې په کې به ۵۵ غوره څېرې د کابل ملي لوبډلې ته غوره شي.

د دروند وزن په پورته کولو د پاورلیفتنګ سیالۍ دولسم پړاو پیل شسو، چې په کې به غوره څېرې ټاکل کیږي.

د کابل پاورلیفتنګ فدراسیون رییس خواجه میرمجاهد ویلي؛ دا لوبې به درې ورځې روانې وي، چې د کابل له لس کلپونو څخه ۱۲۰ لوبغاړي په کې ګډون کوي او په پای کې به ۵۵ غوره څېرې د کابل ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د پاورلیفتنګ ملي لوبډلې غړی میرعبدالمتین سادات دا لوبې لومړنۍ ګڼي؛ خو د سیالیو په ترسره کیدو کې ځنډ، چی څوکاله لیدل کیږي؛ پرې اندېښنه څرګندوي.

د دغو سیالیو تنظیمونکی شاهپور توتا خېل امکانات کم بولي او وايي، چې دا مو مهمه ستونزه ده.

د نوموړي په وینا؛ ځوانان مو ښه ځواک لري او دا لوبې به ښه وده وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ۲۵ ورځې وروسته به کابل د پاورلیفتنګ ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو کوربه وي، چې له ۱۴ ولایتونو لوبغاړي به په کې ګډون وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل ښار کې کلکان ولسوالۍ ته نومول شوي طالب ولسوال ونیول شو

(Last Updated On: September 16, 2019)د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اتمې …