عاجل خبرونه

د کرکت ۵۰ آوره نړیوال جام سبا کابل ته راوړل کیږي

(Last Updated On: دسمبر 25, 2018)

ټاکل شوې، چې د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام سبا چارشنبه کابل ته راورسیږي او په دارالامان ماڼۍ کې له یو لړ مراسمو وروسته بامیان، کندهار او هرات ولایتونو ته ولیږدول شي او بیا به انګلستان ته واستول شي.

دغه نړیوال جام تېر ځل هم په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان ته راوړل شوې و، چې د یو لړ مراسمو او نندارې ته له وړاندې کولو وروسته بېرته استرالیا ته ولیږدول شو. د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام هم استرالیا ګټلی و.

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې، چې دغه نړیوال جام به سبا د چهارشنبې پر ورځ( د مرغومي ۵) افغانستان ته راورسیږي او تر جمعې ورځې پورې به د څلور ولایتونو د خلکو نندارې ته وړاندې شي؛ بیا به دغه جام د راروان میلادي کال د مۍ پر۳۰ په انګلستان او ویلز هېوادونو کې پیل شي او د لس لوبډلو په ګډون به د جولای پر ۱۴ پای ته ورسیږي.

د کرکت د نړیوالو قوانینو له مخې؛ هغه هېوادونه، چې د نړیوالو سیالیو جواز لري کولی شي دغه جام په خپلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کړي. دا به دوه یم ځل وي، چې افغانستان د یاد جام کوربتوب کوي.

About Ariana News

Check Also

د پامیر قرغزیانو ته۴۵۰ کیلو متره پوخ او اساسي سړک جوړیږي

(Last Updated On: جنوري 17, 2019) د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل …