تازه خبرونه
د پاکستان له زندانه ملا عبدالغني برادر خوشې شوی
ځینو طالب سرچینو منلې، چې تېر مازیګر ناوخته په پاکستان کې د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشی شوی دی.
سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې ملا برادر د زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب آزاد شوی او ټاکل شوې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
د طالبانو د ډلې د یوه بنسټ ایښودونکي ملا عبدالغني برادر او د دې ډلې د مالي مسوول ملا عبدالصمد ثاني د خوشې کیدو په تړاو د بېلابېلو خبرونو له خپریدو وروسته اوس پاکستانيو چارواکو او د طالبانو سرچینو تائید کړې، چې ملا برادر له اته کلونو زندان وروسته خوشې شوی او ټاکل شوې له خپلې کورنۍ سره په کراچۍ کې یو ځای شي؛ خو تر اوسه د ملا برادر هیڅ تصویر نه دی خپور شوی.
پنځوس کلن ملا برادر یو له څلورو کسانو و، چې په ۱۹۹۴ کال کې یې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو ډله جوړه کړه.
د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر اغا ویلي، چې ملابرادر تېره ورځ خوشې شوی او د طالبانو یوه اغېزمنه څیره ده. د هغه خوشې کیدل به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
سرچینو ویلي، چې ملا برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې خوشې شوی دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي؛ ملابرادر په طالبانو کې یوه اغېزمنه څېره ده، چې کولی شي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
په کابل کې چارواکو دغه خبر نه تائید او نه هم رد کړی؛ خو یوې حکومتي سرچینې په دې شرط، چې نوم یې پټ وساتل شي، ویلي، چې ملا برادر ندی خوشې شوی او اوس هم د پاکستان په بند کې دی.
بلخوا د ناتو سرمنشي د سولې ټینګښت لپاره د کابل او واشنګتن د هڅو پر همغږه کولو ټینګار کړی دی.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي: مونږ د سولې له بهیر سره، چې د افغانانو په مشرۍ او د دوی لخوا پر مخ ولاړ شي، ملاتړ کوو؛ خو په عین حال کې له طالبانو سره د امریکا مخامخ اړیکې هم ارزښتناکه دي او زه په بشپړ ډول ډاډمن یم، چې امریکا ټول دا کارونه له کابل سره په همغږۍ کې تر سره کوي.
ملابرادر د طالبانو له باوري او کلیدي قومندانانو و، چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د کراچۍ ښار په سویل کې د پاکستاني او امریکایي ځواکونو لخوا ونیول شو او زندان ته ولیږدول شو. افغان چارواکو ویلي و، چې نوموړی له نیونې مخکې په پټه له دوی سره د خبرو په حال کې و او پاکستان د دې بهیر د ګډوډولو لپاره دا ګام واخیست او غوښتل یې، چې دغه بهیر تر خپلې څارنې لاندې ولري. خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ