د قاچاقګرو په لومو کې۵۰ په سلو کې ځوانان او نوي زلمیان نښلي

(Last Updated On: جولای 30, 2018)

 د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي، چې قاچاقګر د افغانستان پرانیستې پولې غوره فرصت ګڼي او په آسانۍ افغانان بهر ته قاچاق کوي.

په افغانستان کې روانې جګړې او ناکرارۍ د دې لامل شوې، چې زیاتره هېوادوال بهر ته په ناقانونه توګه پر سختو او قاچاقي لارو سفرونه پیل کړي.

 مسوولین وايي، چې له وسلې او نشه يي توکو وروسته د انسان قاچاق د مافیا لپاره د عوایدو تر ټولو ښه سرچینه ده. له افغانستان څخه بهر او په ځانګړي توګه اروپايي هېوادونو ته قاچاق کیدونکي ښځې، ماشومان او پاتې پنځوس په سلو یې تنکي زلمیان دي.

په افغانستان کې د انسان د قاچاق د مخینوي کمیسیون وايي، چې په افغانستان کې یې د انسان د قاچاق یو سل و شپږ شبکې ښکاره کړي، چې د اته ویشت شبکو پر خلاف یې عملیات هم کړي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مرستیال مهري خدا صبار وایي؛ مونږ له ګاونډ هېوادونو سره خلاصې پولې لرو په ځانګړي توګه ایران ته د کار لپاره ټیټ عمره ماشومان قاچاق کیږي.

د انسان قاچاق د بشري حقونو څخه سرغړونه بلل کیږي.

په افغانستان کې د انسان د قاچاق د مخنیوي کمیسیون رییس نایف ریاضت وايي، چې دوی د انسان د قاچاق ۱۰۶ شبکې پېژندلي او پر ۲۸ نورو یې عملیات شوي دي.

که څه هم له افغانستان څخه هره ورځ په سلګونه کسان په ناقانونه توګه بهر ته ځي؛ خو مسوولین ادعا کوي، چې له افغانستان څخه د انسان قاچاق لږ شوی دی.

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي، چې دوی له افغانستان څخه بهر ته په ناقانونه توګه د تلونکیو افغانانو بشپړ شمېر نلري؛ خو زیاتره افغانان لومړی ایران او پاکستان ته قاچاق کیږي، چې بیا له دغو هېوادونو څخه د نړۍ نورو برخو ته پر قاچاقي لارو لیږدول کیږي.

خبریاله: دیانا صمدي

About Ariana News

Check Also

وسلوال مخالفان د پرمختګونو مخه نشي نیولی- ولسمشر غني

(Last Updated On: مارچ 24, 2019)ښاغلي غني په هغه ناسته کې، چې وحید عمر یې …