عاجل خبرونه

د کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي پر کور بمي برید شوی

(Last Updated On: February 13, 2018 7:09 pm)

د ننګر هار ولایت په جلال آباد ښار کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی دي.

برید ځاني او مالي زیان نلري؛ خو د افغانستان د کرکت بورد لخوا غندل شوی دی او دغه برید ترهګریز نه بولي او وایي، چې د حمید حسن پر کور برید جنایي اړخ لري.

د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ څه موده وړاندې غلو او جنايي جرمي ډلو د حمید حسن له کورنۍ د پیسو غوښتنه کړې وه او ګواښلي یې ول که پیسې ورنکړي، برید به پرې وشي او زیان به ورواړوي.

که څه هم د حمید حسن کورنۍ د ننګرهار امنیتي بنسټونه له دغه ګواښه خبر کړي وه؛ خو تر ګواښ شاو خوا دوه اوونۍ وروسته حمید حسن تېره شپه خپل کور ته رسیدلی و، چې پر کور یې د لاسي بم برید وشو.

دغه بورد د حمید حسن کورنۍ او د هغه له مینوالو سره خواخوږي ښودلې او له امنیتي ارګانونو یې د برید کوونکیو د موندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي حمید حسن د افغانستان له امنیتي ارګانونو ګیله کړې او وایي، چې که امنيتي ارګانونه د داسې پېښو مخه وننیسي  د کرکت لوبغاړي به د امنیت احساس له لاسه ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې حمید حسن له زمبابوي سره په روانو لوبو کې ټپي شوی و او د ټپ له کبله هېواد ته راستون شوی دی.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …