تازه خبرونه
د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه نن په کابل کې له ولسمشر غني سره وکتل
ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ته ویلي؛ د سویلي آسیا په اړه د امریکا ستراتیژي د افغانستان او پاکستان لپاره لوی فرصت دی، چې باید ترې ګټه پورته شي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، چې د امریکا د ولسمشر ترمپ نوې تګلارې په سیمه کې بدلونونه رامنځته کړي او شکونه له منځه تلي دي. مونږ باید ځانونه له تېر مهال سره ونه تړو او له دغه تاریخي فرصت څخه ډېره ګټه پورته کړو.
په ورته وخت کې د اجرائيه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق ویلي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی؛ نو دا ځل به پاکستان له افغانستان سره د سولې په خبرو کې د پام وړ همکاري وکړي.
پوځي څارونکی اسد الله ندیم د پاکستان پر رښتینولۍ باور نلري او وایي، پاکستان اوس یو کمزوری دریځ لري. که افغانستان پخپلو غوښتنو ټینګار وکړي؛ پاکستان یې له منلو پرته بله لار نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر په افغانستان کې سوله دوه اړخیزه ګڼلې؛ چې لومړی باید افغانستان او پاکستان سوله وکړي بیا به افغان حکومت له طالبانو سره پرې خبرې کوي.
تازه خبرونه
Regional developments require Afghanistan, China’s full coordination to protect interests: Muttaqi
Acting Minister of Foreign Affairs Amir Khan Muttaqi has said that recent events and developments in the region require that Afghanistan and China continue their cooperation in full coordination so that they can protect their common interests.
Muttaqi stated this in a meeting with the Chinese ambassador in Kabul Zhao Xing.
The Ministry of Foreign Affairs said in a statement Tuesday that the two sides discussed bilateral political, economic and cultural cooperation between Afghanistan and China and the recent developments in the region.
Muttaqi expressed his satisfaction with the expansion of political, economic and cultural relations between the two countries and said that the Islamic Emirate has created good opportunities in the field of trade and investment.
He pointed out that the increase in the export of pine nuts to China and the progress in the Mes Aynak and Wakhan Corridor projects are clear examples of this policy of the Islamic Emirate.
According to the Ministry of Foreign Affairs’ statement, the Chinese ambassador considered the developments in various fields with Afghanistan as positive and added that he seeks to encourage Chinese businessmen and investors to play their role for long-term economic cooperation with Afghanistan.
He also said that his country is considering ways of bilateral cooperation and resources regarding Wakhan Corridor.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
تازه خبرونه7 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
سیمه ییز خبرونه23 hours ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ