عاجل خبرونه

د پاکستان لومړی وزیر پخپلو څرګندونو پېښېمانه شوی

(Last Updated On: September 19, 2017 3:36 pm)
Pakistan’s premier-designate Shahid Khaqan Abbasi speaks to media on Sunday.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، چې تېره ورځ د زنبق د څلورلاري د تانکر بم چاودنې په اړه یو تریخ حقیقت څرګندکړی و؛ پښېمانه شوی او خپلې خبرې یې بېرته اخیستي دي.  

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په ډاګه کړې، چې د شاهد عباسي له قوله د برید په اړه راخیستل شوې خبرې رسنیو ناسمې خپرې کړې دي. رسنۍ باید له بشپړو څرګندونو ځان خبر او خپل ګزارش ښه وڅېړي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په یوې مرکه کې ویلي وه، چې کیدای شي د زنبق څلورلاري د تانکر بم عاملان له پاکستان څخه افغانستان ته وردننه شوي وي.

عباسي په ډاګه کړې وه، چې د چاودنې عاملان په یوه موتر کې له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته دننه شوي وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پاکستان د لومړي وزیر شاهد عباسي اعتراف یو تریخ حقیقت ګڼلی دی او ویلي یې دي، چې د ترهګرو ځالې هلته دي او له هغه ځایه یې بریدونه رهبري او پلانیږي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …