د کابل په برچي کې د ځانمرګي برید قربانیان ټول یوځای ښخ شول

(Last Updated On: اګست 16, 2018)

د کابل د ۱۸ امنیتي حوزې د برچې سیمې د موعود روزنیز مرکز په پروني ځانمرګي برید کې د وژل شويو شمېر ۶۵ او د ټپیانو هغه ۷۰ ته لوړ شوی دی.

د وژل شویو جنازو ته، چې زیاتره یې نجونې وي؛ کتار قبرونه ایستل شوي او په یوه ورځ د کابل په لویدیځ کې یوه نوې ادیره زیاته شوه.

د وژل شویو د کورنیو غړي له حکومت څخه غواړي، چې د دغه برید تر شا پټ واقعیتونه باید له خلکو سره شریک شي.

د قربانیانو یو خپلوان آریانا نیوز ته وویل: په خپل وار کې دریدلي یو او د خپلو ځوانانو د مرګ ننداره کوو؛ دا ځوانان له خپلو ټولو هیلو سره نن تر خاورو لاندې کیږي.

یو شمېر هغه زدکوونکي، چې له لیرې ولایتونو څخه د کانکور زدکړو ته راغلي وه؛ د مور و پلار له لیدو پرته تر خاورو لاندې شول.

د وژل شویو د کورنیو غړي وايي؛ دوی ته مهمه نده، چې دغه زدکوونکي چا وژلي، بلکې دوی غواړي پوه شي، چې دا زدکوونکي پر کومه ګناه وژل شوي دي.

د جنازې یوه برخوال وویل: نګینه راغلې وه، چې کانکور ته چمتوالی ونیسي؛ خو هغه نن د مور و پلار له شتون پرته ښخیږي. هو! زمونږ جرم په ګوتو کې قلم نیول دي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وایي، چې له دغه راز بریدونو موخه قومي نفاق رامنځته کول دي؛ خو د افغانستان خلک د دغو دسیسو پر وړاندې نن هم دریږي.

په برید کې غبرګوني فرزانه او عطاالله، چې په یوه ورځ دنیا ته راغلي وه؛ یو ځای یې ښوونځی لوستی او یو ځای د هغه جنګ قربانیان شول، چې پای یې هیچا ته څرګند نه دي.

داعش جنګیالیو  د دغه برید پړه پر عاړه اخیستې ده.

وروستۍ څرګندونې ښيي، چې په دې برید کې پېنځه شپېته زدکوونکي وژل شوي، اویا نور ټپیان دي او د زیاترو ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

خبریال: شاهپور فرهمند

About Ariana News

Check Also

د ناتو پر هوایي ملاتړ دغزني او روزګان په ګډون په ټول هېواد کې عملیات روان دي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د …