عاجل خبرونه

د کابل ښار د افشارو پر سیمه ۵ توغندي وتوغول شول

(Last Updated On: July 24, 2018 3:25 pm)

نن غرمه مهال یوه نیمه بجه د کابل ښار د پېنځمې امنیتي حوزې د افشارو پر سیمه ۵ توغندي وتوغول شول.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، دغه توغندي د افشارو پر سیمه له ناڅرګند لوري توغول شوي دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، چې څلور توغندي د غره پر لمنه او یو بل د یوه کور پر انګړ راپریوتي دي، چې په کې درې کسان ټپیان شوي دي.

له سیمې څخه د آریانا نیوز خبریال حکمت الله نوري په ډاګه کړې، چې د توغول شویو توغندیو پر لامل د اړوند سیمې  د زدکړو ټول بنسټونه رخصت شوي دي.  

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …