Connect with us

تازه خبرونه

د کابل د نوي ښار اړوند پارک ته نږدې یو ځانمرګی برید شنډ شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو ویلي، چې یو ځانمرګی بریدګر د کابل په نوي ښار کې موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی؛ خو وروسته چاودنه رامنځته شوه، چې په کې یو کس ټپي شوی دی.

د  کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی او وایي؛ بریدګر غوښتل، چې د ښار په پارک کې د حزب جنبش د پلویانو اعتراضي ناسته تر برید لاندې راولي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې بریدګر د پولیسو پر مرمیو ویشتل شوی او  بل چا ته  زیان ندی اوښتی.

د حزب جنبش پلویانو د جنرال عبدالرشید دوستم، چې اوسمهال په ترکیه کې دی د راتګ او په فاریاب کې د دغه جزب د نیول شوي استازي نظام الدین قیصاري د راخوشې کولو  غوښتنه کړې ده.  

ویل کیږي، چې د حزب جنبش پلویانو لومړی غوښتل خپل اعتراض په زنبق څلورلاري کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر ته نږدې تر سره کړي؛ خو د امنیتي ګواښونو له کبله یې ځای د نوي ښار پارک ته راولیږدول شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې ځانمرګی برید ګر لاریونکوونکي د ځانمرګي برید موخه ګرزي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې اعتراض کوونکیو ته له رسیدو مخکې د پولیسو لخوا وژل کیږي.

تازه خبرونه

د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اته‌ویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.

نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.

عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بې‌سارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.

مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.

د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسله‌والو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.

د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.

په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.

په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.

ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!