عاجل خبرونه

د مشعل بیات ښوونځي زدکوونکي او کارکوونکي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول

(Last Updated On: June 11, 2018)

د بیات بنیاد د روژی مبارکی میاشتی له مرستو دا ځل د مشعل بیات د عالي لیسې زدکوونکي، ښوونکي او کار کوونکي برخمن شول.

په دغه مرسته کې وریجې، غوړي او ځواکمن خوارکي توکي او قرطاسیه شامله وه.

د بیات بنیاد سلاکار احسان الله آرینزی له کورنیو او نړیوالو بنسټونو غواړي، چی د ځوانانو پالنی او روزنی ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي احسان الله آرینزي دا هم وویل، چې بیات بنیاد د روژې مبارکې میاشت کې خپلې مرستې ښوونځیو ته ؛ ځکه ځانګړې کړې، چې ښوونکي او زدکوونکي ډېر اړمن دي.

د مشعل بیات عالي لیسې مدیر اسدالله قاسمي د مشعل بیات لیسې زدکوونکیو او ښوونکیو ته د بیات مرستې اغېزناکې وبللې او زیاته یې کړه، چې د روژې په ورځو کې دا ډول مرستې د دوی ستونزې تر یوه بریده حل کولی شی.

بیات بنیاد د پخوا په څېر د رروانې روژې په میاشت کې پر اړمنو او مستحقو کسانو خپلې مرستې وېشي.  

About Ariana News

Avatar

Check Also

د کندهار پر امنیه قومندانۍ بريد د کوټي له چمن ښاره رهبري کيده

(Last Updated On: July 19, 2019)د کندهار ولايتي او امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې …