عاجل خبرونه

د فراه جګړه د افغانستان د اوبو پر سر د شخړو زیږنده ده- بهرامي

(Last Updated On: May 19, 2018 5:50 pm)

د  افغانستان ملي دفاع وزیر، چې د کورنیو چارو له وزیر، د ملي امنیت له لوی رییس او د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت له قومندان سره یو ځای فراه ته تللی و؛ ټینګار کړی، چې په فراه کې جګړه د سلما بند له جوړیدو او د بخش آباد بند د لومړني کار له پیلیدو وروسته پیل شوې ده.

 د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع له وزیرانو او د ملي امنیت له لوی رییس سره فراه ته، چې وروستۍ جګړې ځپلی تلي ول.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ټینګار کوي، چې د فراه جګړه د افغانستان د اوبو پر سر ده او د هغه په وینا؛ دغه جګړه د سلما بند له جوړیدو او د بخش آباد بند د لومړنیو کارونو تر پیل وروسته پیل شوه. که څه هم هغه د کوم هېواد نوم نه اخلي؛ خو وایي، د افغانستان دواړه ګاونډ هېوادونه د افغانستان د جګړې ملاتړ کوي.

د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان هم ټینګار کوي، چې طالبانو د ګاونډ هېوادونو په ملاتړ پر فراه برید وکړ.

د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون وایي: طالبانو د ګاونډ هېوادونو په ملاتړ  پر فراه برید وکړ، مونږ د افغان ځواکونو تر څنګ دریږو او له دې ځواکونو ملاتړ کوو، طالبان باید د افغان دولت د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

د فراه والي بصیر سالنګي د فراه په جګړه کې د ځینو امنیتي ځواکونو د چلند پر څرنګوالي نیوکه کړې او وای:.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او  د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی د امنیتي ځواکونو په منځ کې د ځینو نیمګړتیاوو یادونه کوي او ټینګار کوي؛ کوم کسان، چې له جګړې تښتیدلي، په سزا رسيږي.

مخکې له دې د فراه سیمه ییزو مسوولینو ایران تورن کړی و، چې د په فراه جګړه کې لاس لري او په دې ولایت کې د مخالفینو ملاتړ کو؛ خو په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د فراه په جګړه کې د دغه هېواد لاس لرل رد کړي دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …