عاجل خبرونه

د کابل په ۵ ناحیه کې د داعشیانو د چاودیدونکیو توکو زیرمه وموندل شوه

(Last Updated On: جنوري 30, 2018)

ملي امنیت د کابل د ۵ ناحیې د قلعه واحد په اړوند سیمه کې د داعشیانو د چاودیدونکیو توکو او مهماتو یوه لویه زیرمه کشف او ضبظ کړې ده.

د دغه ریاست چارواکو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې داعشیانو په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو لپاره له دې زیرمې کار اخیسته او سلګونه عامو خلکو ته یې پرې مرګ و ژوبله اړولې ده.

تېره ورځ د دغې ډلې ۵ بریدګرو د ۱۱۱ فرقې پر یوه کنډک ډله ییز برید تر سره کړ، چې په کې ۱۱ سرتېري ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان دي.

دغه برید د چارواکو په خبره؛ سهار وختي پیل شوی و او له اووه ساعته نښتې وروسته د ۴ بریدګرو په وژل کیدو او د یوه په نیولو پای ته ورسید.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …