د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۶ سرتېري وژل شوي

(Last Updated On: July 22, 2017 1:20 pm)

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند ګلبهار مجاهد وایي، دا پېښه په پشت کوه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، تېره شپه درې سوه طالبانو د دغې ولسوالۍ پر ودانې برید وکړ او غوښتل یی ولسوالي ونیسي؛ خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د نوموړي په وینا؛ په دغه برید کی د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

د پشت کوه ولسوال عبدالحکیم هم دا برید تائیدوي او وایي، په برید کی اووه وسلوال هم وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې محلي سرچینې د امنیتي ځواکونو د مرګ و ژوبلې شمېر لوړه ښیي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …