عاجل خبرونه

د کابل په ارغندې کې ۲۲۰ کیلو واته وړتیا لرونکی سب ستیشن پرانستل شو

(Last Updated On: November 2, 2019)

د کابل په ارغندې کې د دوه سوه شل کیلو واته وړتیا لرونکی برښنا سب استیشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کابل برښنا شرکت اجرائیه رییس امان الله غالب ویلي، چې د برښنا دا سب ستیشن د ازبکستان له وارداتي برښنا اکمالیږي، نولس میلیون امریکایي دالر لګښت پرې راغلی، چې تمویلوونکی یې آسیایي بانک دی او د شنبې پر ورځ(د لړم ۱۱) د برښنا شرکت لخوا ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

نوموړي څرګنده کړې؛ د غزني، میدان وردګ، پکتیا او پکتیکا ولایتونه به له دې سب ستیشن څخه د برښنا لرونکي شي.

د ارغندې د دوه سوه شل کیلو واته برښنا سب ستیشن د کار له پیلېدو سره به په کابل کې د برښنا د پرچاوي ستونزه تر یوه بریده حل کیږي.

د کابل والي یعقوب حیدري د برښنا پر پرچاوۍ اندېښنه ښیي او وایي، چې مونږ په کابل کې ۴۷۰ زره نا پلان شوي کورونه لرو ، چې په کې د ولایتونو خوار او بېواسه هېوادوال اوسیږي.

د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال ویلي، چې مونږ باید پر خپلو بېخبنایي پروژو کار وکړو؛ ځکه تر څو پورې به له نورو هېوادونو اکمالیږو.                  

د برېښنا شرکت مسوولین څرګندوي؛ هڅه کوي، چې دوه زره میګاواته برښنا، چې د ترکمنستان برښنا ده، په نږدې راتلوونکې کې ونښلول شي.  

افغانستان اووه زره میګاواته برښنا ته اړتیا لري؛ خو اوس ۱۵ سوه میګاواته برښنا لري.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم استعفا ورکړه

(Last Updated On: November 21, 2019)د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست لومړي مرستیال ادیب …