د کابل او نور ولایتونو خلک به سبا شپه له برښنا برخمن شي- برښنا شرکت

(Last Updated On: September 17, 2019)

برښنا شرکت څرګنده کړې؛ د خوښۍ ځای دی، چې د سیمې د سپینږیرو، د کندوز د حوزې او غوري برښنا د همکارانو په منځګړیتوب سر له سبا د برښنا انجنیرانو ته پر ویجاړو شویو ستنو د کاراجازه ورکړ شوه.

د برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ تر سبا ماښامه به کابل او نور ولایتونه د یو سرکت(۱۵۰) میګاوات له بېړني نښلولو برخمن شي.

یاد شرکت داهم په ډاګه کړې؛ دغه راز به له تاجکستان او ازبکستان څخه د ۲۲۰ وارداتي برښنا پر بنسټیزو برخو د حسن تال، شهاب الدین ډنډ او عسقلان په اړوند سیمو کې هم کار پیل کړي.

دغه بنسټ دغه راز ټینګار کړی، چې د برښنا تاسیسات د ټولګټو برخه ده او ساتنه یې هم ځانګړې پاملرنه غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سفیر په خپل تویت کې د وارداتي برښنا پر ستنو د طالبانو بریدونه غندلي او څرګندوي، چې له دې سره د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو خلکو ، روغتونونو او ښوونځیو ته ستونزې رامنځته شوې دي. هغه دا هم په ډاګه کړې چې: خبرې او کړنې سره توپیر لري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزارشریف کې د سولې د ټینګښت او ستونزو په اړه بحث ترسره شو

(Last Updated On: October 17, 2019)د آلمان د فریدریش ایبرت بنسټ په مزارشریف کې د …