د محرم لسمه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو بڼو ونمانځل شوه

(Last Updated On: September 10, 2019)

د محرم لسمه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو بڼو ونمانځل شوه او هیڅ داسې پېښه تر سره نه شوه، چې خلک په کې ځاني او مالي زیانونه وویني.

ولسي ځواک د امنیت په ساتنه کې پخپله برخه اخیستې وه او د هرې احتمالي حملې د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی و.

دوی وایي؛ لس شپې او ورځې کیږي، چې د جوماتونو او تکیه خانو امنیت ساتنه کوي.

د ولسي ځواک غړی سید امان الله  وایي، چې د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره مو چمتووالی نیولی و؛ داسې ورځ دې راشي، چې نور د خلکو لخوا د تفنګ پورته کولو ته اړتیا نه وي.   

ویرجن محمد عارف حیدري وایي، ښه به دا وي، چې بېځایه وینې تویېې نشي او د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته وینه ورکړ شي.

د تېرو کلونو په تناسب په مذهبي ځایونو او په تېره بیا په سخي زیارت کې، چې تېر کال داعشیانو پر خلکو څو بریدونه کړي وه؛ د خلکو حضور لږ ښکاريده.

ویرجن غلام عباس ویلي؛ ګواښونه د دې علت شو، چې لږ خلک په مراسمو کې ګډون وکړي.

عزیزالله  د سخي زیات د سقاوخونې مسوول وایي؛ غواړم له دغه کار سره، چې د عاشورا ښکاره پیغام خلکو ته ورسوم.

امنیتي ځواکونو هم د عاشورا په ورځو کې امنیتي تدابیر سخت کړي وه؛ ځکه، چې په تېرو کلونو کې د د محرم پر لسمه یا د حضرت امام حیسن د شهادت پر ورځو داعشیانو خونړي او پیچلي بریدونه کړي وه.

د یادونې ده، چې د ښار په هره برخه کې د عاشورا یا د محرم د لسمې ویرجنو د دعاوو او نعتونو پر ویلو، د امنیتي ځواکونو منسوبینو ته د وینو پر ورکړې او خیراتونو دا ورځ ونمانځله.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ټاکنو کمیسیونونه د رڼو ټاکنو له تر سره کولو ډاډ ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسيونونه د تلې شپږمې ټاکنو د ترسره …