عاجل خبرونه

د کابل د دارالامان جامع جومات لپاره د غزني ټاکلې برخه خاوره ولیږدول شوه

(Last Updated On: July 18, 2019)

د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې په پلاﺯمېنه کابل کې د ولسمشر له فرمان سره سم د دارالامان د ستر جامع جومات د جوړولو لپاره له ټول غزني څخه ټاکل شوې انداﺯه خاوره ولیږدول شوه.

د ولسمشر له سپارښتني سره سم د غزني والي وحيدالله(کليمزي) په لارښوونه د دې ولايت له اووه لس ولسواليو او مرکز څخه ټاکل شوې انداﺯه خاوره راټوله او د پنجشنبې پر ورځ(د چنګاښ ۲۷) پلاﺯمېني کابل ته ولیږدول شوه.

د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د ولسمشر له سپارښتنې سره سم په دارالامان کې يو ستر جامع جومات جوړیږي، چې په کې به د هېواد د ټولو ولسواليو او ولايتونو خاوره ولګول شي.

په کابل کې تر دې دمه اړوند چارواکو رسنیو ته څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

(Last Updated On: December 6, 2019)نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ …