د کابل په پغمان کې عنایت قچي ووژل شو

(Last Updated On: May 24, 2019)

په کابل ښار کې د مجرمینو د شبکې مشر عنایت قچي تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې د پولیسو لخوا له دوه همکارانو سره ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ قچي له خپلو شپږ ملګرو سره تېره شپه له څلورمې امنیتي حوزې څخه یو هالکس موتر غلا کړ او وتښتیده. د کابل پولیسو وڅاره او د څارنې پر مهال له پولیسو سره په نښته کې د عنایت قچي په ګډون درې کسان ووژل شول او څلور نور یې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې عنایت قچي د کابل ښار په ډېرو وسلوالو جرمونو، غلاوو او وژنو کې لاس درلود.   

د نوموړي نوم د کورنیو چارو وزارت په ۱۳ کیسز نوملړ کې، چې څو میاشتې مخکې خپور شوی و راغلی دی.  

کورنیو چارو وزارت له نوموړي سره په نښته کې د امنیتي ځواکونو د زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني ښار کې د نوملیکنې ۲۴ مرکزونه بند دي

(Last Updated On: June 17, 2019)په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، د …