د کابل په سخي کارته کې ناڅرګندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

(Last Updated On: May 27, 2019)

د کابل پولیسو منلې، چې د درېیمې ناحیې د سخي کارتې په اړوند سیمه کې تېره شپه ناڅرګندو وسلوالو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې د اړوند کورنۍ دوه غړي ټپیان شوي هم دي.

پولیسو ویلي، چې پېښه د شخصي دښمنۍ پر لامل رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وینا؛ لدې مخکې دغې کورنۍ د ځمکې پر سر هم دعوې کړې وې، چې کیدی شي قتل له همدې کبله رامنځته شوی وي.

د کابل پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي؛ خو تر دې دمه یې د وژنې پر تور څوک ندی نیولی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ټاکنو کمیسیون اداري او تخنیکي چارې پڅې روانې دی- ټاکنڅاري بنسټونه

(Last Updated On: September 20, 2019)ټاکنڅارو بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو لپاره یوه اوونۍ پاتې …