د کابل د ټاکنیزې حوزې په اړه د شکایتونو څېړنې به ژر بشپړې شي

(Last Updated On: May 2, 2019)

د ټاکنو چارواکي وایي، چې د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څېړنې به نن یا سبا بشپړې شي.

د تړلیو دروازو شاته په ټاکیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو پر رای پاڼو څېړنې روانې دي؛ خود څېړنو څرنګوالی مبهم دی.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو څېړنې پای ته نږدې دي او د وروستیو پایلو اعلام ته چمتووالی نیول شوی.

 د کمیسیون په وینا، د شنبې له ورځې به د کابل رایو د څېړنو د تطبیق بهیر د تاکنو خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو د ثبت په مرکز کې پیل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي قاسم الیاسي وایي، د کابل ولسي جرګې د ټاکنو په وروستیو پایلو کې به بدلون راشي او د وروستیو پایلو اعلام ته چمتووالی نیول شوی.

د کابل رایو د باطلیدو ټاکنه هم  د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پر میز وه؛ خو اوس، چې د رایو ستره برخه څېړل شوې، د دې غوراوي د ټاکنې احتمال هم ډېر کم شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له څېړنو وروسته د څېړنو د تطبیق بهیر پیلیږي او ور سره به د کابل وروستۍ پایلې هم اعلام شي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸ تر سره شوې، چې  تېره یوه نیمه لسیزه کې تر ټولو جنجالي ټاکنې وې. د کابل حوزې معترض نوماندان وایي، د درغلیو کچه لوړه وه او د دې امکان نه و، چې تورې رایې له سپینو هغو بېلې شي، له همدې کبله معترض نوماندان د کابل رایوو د باطلیدو غوښتنه لري.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي …