د مبایلونو له کریدټ کارتونو ټولیدونکې مالیه چور او تالان کیږي

(Last Updated On: April 27, 2017)

vlcsnap-2017-04-27-17h50m44s8د آریانا نیوز موندنې ښیي، چې د مبایلونو له کریدټ کارتونو ټولیدونکې مالیه چور او تالان کیږي.

په ملي وحدت حکومت کې پر کریډت کارتونو لس سلنه مالیات وضع شول؛ خو اوس د مخابراتو وزارت وایي، چې د دې پیسو لږه برخه د دولت خزانې ته لویږي او ممکن تر یوه بل کاله هم دغه فساد روان وي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست احمد شاه سادات وایي، چې له یو کال وروسته به ضایع شوې پیسې را ټولې شي.

ښاغلی سادات زیاتوي، دغه  فساد به تر هغې روان وي، چې  برښنایي سیسټم فعال شوی نه وي.

ولسمشر غني په دې اړه، چې فساد چیرې شتون لري، یو پلاوی د څېړنو لپاره ګمارلی و؛ اووه میاشتې مخکې یوه پلاوي خپل رپوټ خپور کړ، چې د اترا ادارې رییس ممنوع الخروج شو.

د مالیې وزارت د عوایدو پخوانی رییس سید حامد دقیق وایي، د کریډت کارتونو د مالیاتو د ټولولو فرمان پرې په جبري ډول ترتیب شوی دی.

اقتصادي کارپوه آذرخش حافظي په دې باور دی، چې د مخابراتو وزارت کولی شي د کریډت کارتونو په راجستر کولو سره د فساد مخه ونیسي.

دوه کاله مخکې ولسمشر فرمان ورکړ، چې پر کریتت کارتونو لس سلنه مالیات وضع شي؛  له دوه کلونو راهیسې، چې دا فرمان د اجرا وړ دی، ویل کیږي، چې د دولت بودجې ته په میلیاردونو افغانۍ عواید ورغلي دي؛ خو خلکو او ولسي جرګې ته دا بهیر روڼ او د قناعت وړ نه ښکاري. همدا د دې سبب شو، چې  ولسمشر د مخابراتو وزیر دنده وځنډوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

(Last Updated On: August 18, 2019)د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر …