عاجل خبرونه

د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018)

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماښام مهال د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي د مراسمو نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا هم ویلي، چې کیدی شي دا چاودنه ځانمرګی برید وي، چې په کې ۷۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د عامې روغتیا وزارت داکتر وحید مجروح آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې چاودنه کې۴۰ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

له سیمې څخه د آریانا نیوز خبریال وایي، چې ډېري فربانیان د دین عالمان دي.

دغه هوتل د کابل هوایي ډګر ته په نږدې سیمه کې موقعیت لري. 

خبر د بشپړیدو په حال کې دی.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …